نواز شریف خپل ورور د ځایناستي په توګه پیشنهاد کړی

د پاکستان ګوښه شوي لومړي وزیر نواز شریف پرون د یوې تلویزیوني وینا په ترڅ کې خپل ورور شهباز شریف چې اوسمهال د پنجاب ولایت ګورنر دی د راتلونکي لومړي وزیر په توګه پیشنهاد کړی دی.
نوموړي ویلي دي چې ما استعفا ورکړه او یو څوک باید زما د پخوانۍ دندې عهده پر غاړه واخلي نو له ډېرو مشورو وروسته مې خپل ورور شهباز شریف یادې دندې ته ونوماوه.
له بلې خوا نواز شریف خپل نېږدې متحد شاهد خاقان عباسي د لنډمهالي لومړي وزیر په توګه ټاکلی دی.
لنډمهالی لومړی وزیر به ۴۵ ورځې پر کرسۍ پاتې وي تر څو شهباز شریف له خپلې اوسنۍ دندې استعفا ورکړي او په لاهور کې د ولسي جرګې ټاکنو ته وړاندې شي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په اسلام اباد کې د نواز شریف سلګونه پلویانو د سترې محکمې د پریکړې پر وړاندې چې نوموړی یې سلب صلاحیت کړی و اعترضونه او مظاهرې وکړې.
د نواز شریف سیاسي مخالف عمران خان له یوې خوا پر خپلو پلویانو غږ کړی دی چې د شنبې په ورځ د نواز شریف لېرې کیدلو په مناسبت اسلام اباد کې جشن جوړ کړي خو له بلې خوا یې د نواز شریف له خوا د شهباز شریف په پیشنهادولو تونده نیوکه کړې ده.