زمونږ دی وطن بې امنه ماحول، د وطن ډېر ښایسته ګلونه دی ته اړ ایستلي چې ولاړ شي د بل وطن په سرو ګرمیو کې له بیوزلي څخه د خلاصون په خاطر مزدورې وکړي، د ځان او کورنۍ د یو څو ورځو روزي وګټي.
په کویت کې مسافر هم په همدې خاطر راغلي چې دلته مزدورې وکړي او دغربت له کړۍ څخه ځان وباسي، خو با العکس دکویټ ځیني مسافر وروڼه دځینو کمیو په خاطر ځان ته داسي ستونځي ایجاده وی چې دټول عمر دناکامېوو سبب یې وګرځي،په همدې لیکنه کې یوڅو هغه کرښې کاږم چې دکویټ مسافر وروڼه ورسره مخ دی او وروسته یې دمسافرو لپاره نشر ته ږدو، څومو هغه مسؤلیت اداء کړي وی چې مونږ ته رادیغاړي ده ، الله دی وکړي چې راسره یې په ګډه ولولي.
لومړې دکویټ مسافر وروڼه چې دلته په مزدورې پسي راورک دي، ځان یې دکویت له مزدور کار قانون څخه دومره ناګاه پريښودي ده، چې ځان دقانون په وړاندي مسؤلیتمند نه بولي. کله چې زه دلته له کوم مسافر ملګري څخه دقانون په اړه کومه پوښتنه مطرح کوم، په ځاي ددی چې په اړه یې ګډ تصمیم ونیسو ، په ماهم دبې عقل ګومان کوي، او د دوي په اند چې ګواکي مسافر او دقانون یې سره څه.
د دوي دا له یاده وتلي چې ژوند پرته له قانونه نېمګړي ده او نسي کیدلي، هغه هم په داسي یو دولت کې لکه دکویټ په شان، چې یو داسی مدبرانه دولت لري چې داسلامی قشر په همکاري یې فرد فرد ته دومره منلي ده چې هیڅکله به هم دکویټ یو وګړي بې قانونه وه نه ویني، اوکه چېرته یونیم یې وي هغه هم تر کلکي څارني او مراقبت لاندي وي.
دایو حقیقت ده، یوه ورځ دکویټ دولت دڅارني له یوه شخص سره په همدې موضوع غږیدم، هغه په ډېره نرمه او خندونکي لهجه راته وویل «الأفغاني بعید من القانون، النتيجة هي أن الفقر» مقصد یې دا وو چې افغانان له قانون څخه لري وی دا یې وجه ده چې فقر ځپلي دي.
هغه داهم راته وویل چې اکثریت افغانان دلته زمونږ تر څارنی لاندي نه وي، ځکه هغوئ چې څه کوي دځان په تاوان یې کوي په دی مونږ ټول پوه یوو، چې افغانان دلته مونږ ته کوم مشکل نشې ایجادولي .
او هو دایو حقیقت ده چې دلته ډېر مسافر وروڼه چې بې قانونه فیسۍ په یوکلنۍ او دوه کلنۍ کې په ویزا یا اقامه ورکوي، په همدې فیسو یې په ګران وطن کې مناسبي عائداتي زیرمي په لاس ورتللي، دساري په توګه: یو افغان دلته په یوه کلنۍ ویزا باندي (۱۰۰۰۰۰) سل زره افغانۍ ورکوي، او ده دوو دریوو کلنو په تیریدا سره که حساب ورته وشي ممکن دری سوه یا څلور سوه افغانۍ له هر کس څخه مصرف شوي وي ،چې ګټه یې دبا کفایته کفلانو جیبونو ته ځي او هغوئ ورباندي خپل عیشونه کوي، دلته دکویت په کفلانو نور نه غژیږو، ځکه چې داموضع زمونږ له بحثه وتلي ده .
دکویت مدبرانه دولت دا درک کړی ؛چې زمونږ ځیني با کفایته غړي يې دافغانانودلاس تڼاک شوي فیسو په راغونډولو بوخت ساتلي، هم ټولنه ورڅخه په آمن او هم (ناپیژانده قانون) افغانانو ته داسي پټه او ګونګه جزاء چې یو عقلمند کس یې درک لګولي شي.
تېره ورځ دکویت "ستانفورد البرطانیه " یوه متقاعد مدیر خبره راته کوله، هغه راته وویل: چې ما مخکې شپو کې یوی مزدورې ته اقامه لګوله، کله چې دیاد ریاست مسؤلینو ته ورغلم هغوئ راته وویل چې ته نه شي کولي، خپلې مزدورکارې ته اقامه ولګوي؛ ځکه چې تاسو (۲) دوه دکورمزدورکارانې لرئ.
هغه راته وویل: چې کله بهر را ووتم، یو افغان سر ببره خیریني جامي یې اغوستي وی دلته ولاړ ده،نو زما زړه ورباندي ډېر وسوځېده نو دانساني همدردې په خاطر ورغلم څو ورنه وپوښتم چې کوم څه عاجلي کار ته خوبه یې ضرورت نه وی.
هغه راته په ډېر تعجبي شکل وویل: چې ما غوښتل له هغه سره څه همدردې وکړم،خو افغان مزدورکار په ډېر تیزي راڅخه پوښتنه وکړه چې تاسو اقامه لګوئ؟
مدیر صیب راته وویل :چې ماورته وویل چې هو ګرانه اقامه لګوم، ځکه زما په زړه کې خو ددې مزدورکارې اقامه یا ویزا وه.
نو همدغه افغاني راته وویل چې شه نو ماته به اقامه نه ولګوي؟
مدیر وایې چې ما ورته وویل چې زه نشم کولي تاسو ته اقامه ولګوم، بلکې زه دیوې مزدورکارې اقامه هم نشم کولي .
دخبروپه جریان کې مدیر صیب وویل :چې تاسو افغانان څومره زیات مالدار یاست ما ویل، څنګه مدیر صیب؟
مدیر صیب وویل: چې هغه مزدور افغاني ماته وویل چې که ته ماته د دوو کلو اقامه لګولي شي ،زه به تاته دوه لس سوه (۱۲۰۰)دیناره درکړم، چې تقریبًا (۲۸۰۰۰۰) یوسل اتیا زره افغانۍ کیږي ، په داسي حال کې چې د کویټ دولت دیوه بهرنی کس لپاره کلنۍ مالیه( ۲۰) دیناره ټاکلي.
مدیر صیب په ډېر حیرانتیا سره وویل چې دولس سوه دیناره هغه په اقامه ورکوي نو دابه څومره مالدار شخص وی، کله چې ما مدیر صیب ته واقعیتونه بیان کړل هغه هم سر خوځاوه او د "ولاحول ولا قوة " کلیمه یې په شدت سره تکراروله او ویل يې چې ولي افغانانو ځانونه وژني .
شته دلته ډېر په مشروع لار افغانان چې ښه کافي مالدار شوي دی، ځکه چې دکویټ دولت دهر ډول کار کولو لپاره اعیار ده، امنیت او قانون شته ترقانون هیڅ کوم کس پورته نشته، خو یواځي ځیني افغانان دی چې قانون یې ترپښو لاندي کړي ده.
که دلته کوم افغان له قانون سره ځان اعیار کړي او په قانونی لارو ولاړ شي، یوبه یې دلاس ګټلو فیسۍ عبس نه وی تللي، او بل لکه څومره چې اوس ستړې ستومانه وي، دومره به ستړي نه وی، ځکه دکویټ دولت دکار کولو وخت اته (۸)ساعته ټاکلي.
دوهم داچې دلته ځیني افغانان کویټ ته په راتګ سره هیڅ کوم داسي هدف یافلان نه لری چې په مټ یې په خپل وطن کې دعائداتو سرچینه ورڅخه جوړه کړي.
دا یو روښانه حقیقت ده، چې پرته له هدف نه ژوند نېمګړي ده او بې له هدفه ژوند هیڅکله معاصر ژوند نشې کېدلي، بلکې ځیني مسافر له دی ستر راز څخه په بې غوری دغه خوږ ژوند داور سرو لمبو ته ټیل باسي.
کله چې کوم مسافر ورور دلته په مزدورې یوڅه فیسۍ لاس ته راوړي او غواړي کورته لاړ شي، هلته به نو دتڼاکو لاسو ګټلي فیسۍ وګوري چې څومره بي معنا یې خرڅه وی.
دا نشو پټولي چې دلته افغانان فیسۍ نه ګټي، تر ډېره چې زه خبر یم افغانان دخپل غرور او همت په واسطه په مزدورې بېخي زیاتي فیسۍ ګټي، داچې ځیني یې دناسم مصرف په وجه په داسي ځایوو مصرفوی، چې نه یې ژوند دمثبت تغیر خواته بېولي شي اونه هم دژوند په خوښیوو کې پکار ورشي، دا دی مسافرو دنه پلان اونه تطبیق خبره ده چې دوي یې هدف نه لری.
زه له ډېرو خوږو دوستانو او ملګرو سره په همدې موضوع غږیدلي یم، ډېر یې هیڅ دفلان په نوم خبر نه وی، ځکه هغوي ژوندته دفیسو ګټلو نوم ورکوي، او د دوي په اصطلاح چې فیسۍ پیداکړه نور هیڅ کوم مشکل نشته، دوي وایې چې فیسۍ نه فلان پیژني او نه کوم بل څه، حالانکي دوي تیر وتلي دی، که یوروفۍ صیحح مهار شي ترهغو ډېرو فیسو زیات کاردرته کوي چې مهارت نه لري.
مخکې شپو کې ما له یوه نږدی ملګري سره دهدف په موضوع خبری کولې، هغه یو ښه هوښیار شخص ده، نوم یې دلته ځکه نه لیکم چې اجازه مي ورڅخه نه ده غوښتي، هغه دهدف په هکله دومره له تفریطه ډکي خبري کولي، چې زه ښه پوه شوم چې په کویټ کې مسافر په اورنو کې دعقل او ژوند سوځولو نوم باید ورکړل شي.
هغه دهدف په هکله وویل چې که زه یوه ورځ په زړه کې دا ووایم چې نن به دغه کار کوم، په هغه ورځ نه یواځي چې هغه کار راڅخه نېمګړي وي، بلکې لانور زیات مشکل راته جوړ شي ،هغه وویل: چې نه غواړم دا ووایم چې زه باید صبا څه وکړم.
زه ډېر دوستان او خپل نږدی ملګري په مسافرت کې پیژنم، کله چې وطن ته دیوڅو شپو په خاطر ولاړ شي هغه دلاس په خواریوو کټلي فیسۍ داسي ورکي کړي چې کله بېرته کویټ ته ځي، نه یواځي دتکټ فیسۍ یې پور کړي وي، بلکې دري سوه یاڅلور سوه زره افغانۍ یې نوری هم پور کړي وي، هر دکویټ مسافر داخوښوي چې تربل مسافر پورته ماډل موټر ولري، ولي دموټر په مفاداتو فکر کول دمسافر له شانه لري خبر ده.
زه له نږدی داسي څوک هم پیژنم چې هلته په وطن کې دسهارچاې څښل دمرکز هوټل ته رسوي، ځکه چې هغوئ کور والاو ته کړي، چې زمونږ دا ناشته یا سهار چاي خوړل نه خوښیږي،او قسم په الله چې دلته دغه خلق دسهار چاي یاخو بیخي خوري نه ، او که کله یې خوری هم دمزدوري په جامو کې چېرته په ناسم ځاي کي ورسره ناست وی.
داټول څه چې کیږي دوي هیڅ کوم هدف نلري، معلول یې ښکاره ده، چې هره ورځ یې دلته په کویټ کې دناسمو کارونو په ترسره کولو کې محشر وی، ژوند یې ورځ تربله دکمبود په خوا روان وی، نه یې اولاد ته کوم څه داسي کړي وي، چې هغه دی په مټ وکولي شي چې ځان تر یوځاي پوری ورسوي.
ډېر مسافر وروڼه چې دلته کله داخبر یادیږي چې باید داولاد لپاره یوڅه وکړو ،هغوي دا ښه په جرأت سره وایې چې داعیال څه وڅه وکړم چې په ما تیره شي بیایې نوزه څه کوم.
شته داسي مسافر وروڼه چې ژوند یې دلته په مسافري کې تیر کړي، یوه ورځ یومحترم مشر صیب داخبره راته کوله چې ما څلویښت کاله مسافري کړي ده او په څلویښتو کالو کې ما صرف دوه کاله په کور تیرکړي .
که اوس هم دهغه ژوند ته وګورو، ښایې هیڅ یې په ژوند کې دثروت کوم درک ونه لګیږي، ځکه چې؛ ټوله دمسافرت دوره یې په نه هدف تیره کړی ده.
خوږو دوستانو مسافرو! که کله هم کوم بل دولت ته ځو باید لومړې سر کې دهغه دولت قانون یا مطالعه کړو اویایې په اړه له کوم پوه شخص سره وغژیږو، دهغه دولت قانون باید ځان ته وپیژنئ ،که کولي مو شول چې ځان دهغه قانون سره اعیار کولی شي ،نو وروسته یې ټول قانون ته په درنښت مسؤل وه اوسئ او دقانون پلي کول دځان وجیبه وګڼي.
دوهم ځیني ناخبره اشخاص بل وطن ته په تګ کې داسي معلوم هداف نلری، هیڅ دهدف په نوم خبر نه وی.
بې هدفه ژوند دمشکل جوړولو ژوند په نوم یادولي شو، ځکه ته چې په دی نه پوهیږي چې زه لمونځ ولي کوم، نو یقینًا په لمانځه کي به پرته له ستړیاوو هيڅ هم په لاس درنشي.
ژوند هم داسي معنی لري، هدف ولري او لومړۍ کوشش وکړي چې دمسافرت په حال کې ورځني مهال ویشونه جوړ کړي او هري ورځي ته دکار ټیم دخوب ټیم او دالله یادوني ټیم ته خپل خپل وختونه وټاکئ، داپه یاد ولرئ چې یوه شپه له خپل کوره بیلېدل زه باید په څومره فیسو جبران کړم.
دښه وخت په هیله مو (صبورګل، صابر)
وروستي