شمالي کوریا بل انټرکانټیننټل توغندی ازمویلی دی

د امریکا او چاپان امنیتي سرچینو خبر ورکړی دی چې شمالي کوریا یو ځل بیا هم د لویې وچې پر واټن توغیدونکی توغندی ازمویلی دی.
شمالي کوریا کوښښ کوي داسې توغندی جوړ کړي چې د امریکا تر لویې وچې ورسیږي.
سرچینې وایي چې د شمالي کوریا یاده هڅه ستر ګام او دوی خپل امنیتي تدابیر نیسي.
جاپاني چارواکي وایي چې نوموړي توغندي زر کیلو متره واټن وهلی دی او ۴۵ دقیقې مزل یې کړی چې وروسته په لېرې سمندر کې لګېدلی دی.
امریکا ویلي دي چې له جنوبي کوریا سره یوځای به د پوځي اقدام په هکله تصمیم ونیسي او جاپان هم خپله امنیتي غونډه راغوښتې ده.
ویل کیږي چې توغندی په لوړه زاویه توغول شوی دی او که له ټیټې زاویې وتوغول شي نو لا هم زیات واټن وهلی شي.