
د امریکا مالیې وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې د ایران په شپږو شرکتونو یې بندیزونه لګولي دي.
دوی وایي یاد شرکتونه چې د ګروه صنعتي شهید همت تر نامه لاندې یې فعالیت کاوه د ایران په توغندیزو کړنو او تحریکونکو ګامونو کې د پام وړ رول لري.
امریکا وروسته له هغې یاده کړنه تر سره کوي چې ایران فضا ته توغیدونکی یو توغندی وازمایه.
د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي دي چې داسې میزایل نه لري کوم چې اټومي خولۍ ولیږدول شي.
نوموړي ویلي دي چې د ملګرو ملتونو او امریکا سره د اټومي هوکړو کومه ماده یې نه نقض کړې.
ده په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې ایران نه دا کار کوي او نه به یې هم په راتلونکې کې وکړي.