
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل امریکایي سیال رکس ټیلرسن سره د تلیفوني خبرو پر مهال ویلي دي چې روسیه تیاره له امریکا سره خپلې اړیکې عادي کړي.
نوموړي له ټیلرسن ته ویلي دي چې له روسیې د امریکایې ډيپلوماټانو شړلو تصمیم د امریکا له دښمنۍ ډکې هغې کړنې به غبرګون کې تر سره کیږي چې واشنګټن په یاد هیواد کې د روسیې له سفارت څخه غوښتنه وکړه چې په یاد هیواد کې د خپلو ډیپلوماټانو شمېر د اګست میاشتې تر پایه ۴۵۵ تنو ته راټیټ کړي.
نوموړي ګواښ کړی دی چې که امریکا ورته کړنه بیا تر سره کړي نو لا زیات امریکایي ډیپلوماټان به له هغه هیواده وباسي.