د سپينې ماڼۍ یو چارواکی وایي امریکا د افغانستان جګړه ګټلی شي

د سپینې یو لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې د افغانستان په جګړه کې د امریکا بریا ممکنه ده. د ټرمپ د مرستیال معاون سبشن ګورکا د امریکا غږ سره په مرکه کې د دې پوښتنې چې ایا امریکا به د افغانستان جګړه وګټي؟ ویلي دي چې لومړی باید دا پوښتنه ځواب چې ولې افغانستان د امریکا لپاره اهمیت لري؟
نوموړي زیاته کړې ده چې امریکا د سپټمبر له پېښو وروسته په دې نیت افغانستان ته سرتېري لیږلي دي چې له هغه ځایه پر امریکا برید ونه شي او د افغانستان په جګړه کې د امریکا د ښکیلیدو تعریف همدا وي نو امریکا کولی شي په یاده جګړه کې بریا لاسته راوړي.
نوموړي ویلي دي چې په تېر ۱۶ کلونو کې د امریکا غلطي دا وه چې هرې لس میاشتې وروسته یې د بریا تعریف ته تغیر ورکاوه او د ټرمپ دولت به دا غلطۍ تکرار نه کړي.
نوموړي په تېرو دولتونو نیوکه وکړه چې د افغانستان لپاره د امریکا ستراتېژي پر ناسمو فرضیو ولاړه وه.
دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ ادره به د افغانستان لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړي.