
د ایران ولسمشر ویلي دي چې د ایران پر وړاندې د امریکا نویو بندیزونو د لایحې پر وړاندې به جدي عکس العمل وښيي او ځواب به یې ورکړي.
د امریکا ولسي جرګې د ایران، روسیې او شمالي کوریا پر وړاندې د بندیزونو نوې لایحه د رایو په غوڅ اکثریت تصویب کړه چې اوسمهال د امریکا په سنا کې تر پروسې لاندې ده.
د نوې لایحې له مخې به د یادو هیوادونو د میزایلو پروګرام سره د اړیکو لرونکو کسانو او کاروباریانو سخت بندیزونه ولګیږي.