نایجریایي چارواکي وایي د تیلو تښتول شوي کارکوونکي یې ژغورلي

د نایجریا چارواکو خبر ورکړی دی چې د یاد هیواد په شمال ختیځ کې یې د تیلو شرکت کارکوونکي ژغورلي دي.
یاد کارکوونکي د یاد هیواد بورنو په ولایت کې د بوکو حرام اورپکو له خوا تښتول شوي دي.
له بلې خوا په سیمه کې عیني شاهدانو د دولت یاده ادعا رد کړې ده او ویلي دي چې بوکوحرام ډلې څوتنه ووژل او نور یې لا هم تري تم دي.