د حزب الله مشر ویلي دي له سني جنګیالیو نیولي سیمې به لبناني پوځ ته وسپاري

د لبنان حزب الله ډلې مشر وایي چې د سوریې لبنان پر پولو یې له سني جهادي ډلو پراخې سیمې نیولي دي.
شیخ نصرالله ویلي دي چې ګڼې سیمې یې لاندې کړي دي او سني جنګیالیو ته یې ماتې ورکړې ده.
د حزب الله شیعه ډلې مشر ویلي دي چې تیار دي یادې سیمې د لبنان پوځ ته وسپاري.
د لبنا حزب الله شیعه ډله نه یواځې چې له اسراییلو سره یې دښمني اعلان کړې ده بلکه په سیمه کې عملا د سني مسلمانانو پر وړاندې پوځي عملیات کوي.