پیغام

په دې توګه دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر غړو او ټولو افغان میرمنو ته دمارچ داتمې دښځو دنړیوال پیوستون دورځې مبارکي وړاندې کوم.
هیله لرم ټولې پښتنې خویندې له اوسنیو ستونزو څخه دخپلو محرومو خویندو دژغورلولپاره ګډې هلې ځلې وکړي او دمیرمن بهیرغوندې اغیزناکو ټولنو په پیاوړي کولو سره دپښتنو خویندو دوړتیاوو دلوړولو لپاره کار او فعالیت وکړي.اودخپل ملي کلتورپه ساتلو سره پښتنې دنړۍ دویښو ملیتونو له میرمنو سره سیالې کړي.
په درنښت
علم ګل سحر