غزل

 
توره شپه خـــــوره کړي، شمعه پټه لــه پتنګه شي
کرکــــه زمــــا زیاته نوره هم لـــه دغه جنګه شي
 
تا ټولې خبرې راتــــــــه بیا په خندا وکـــــړې خو
دغـــــه راتـــه وایـــــه د سبا وعده به څنګـــه شي
 
ته خــو ښه پوهیږې خـو بیا هم د ناز خبرې کړې
دغسي نازو ته زمــــــا ژر حوصلـــه تنګـــه شي
 
زه یې په زړه لاس کیږدم، د زړه درزا یې واورمه
هغـــه چې په ناز زمــــــا په غیږه کې راړنګه شي
 
مـــاته په یادګار د زلفـــو درې تارونه پریږدي ځي
زړه نازړه غرمـــــــه چې مې روانه له پالنګه شي
 
ته به هم زاهده زور د مینې ته لاس پورتــه کړې
تاته په خندا کـــــه چیري ښکلې غنمـــــرنګه شي
 
ته بـه وایې دلتــــــه د انسان روح قبضه شوې ده
کله چې زموږ کلي محــــروم د ډول له ډنګه شي
 
علم ګل سحر