د افغانستان د فرهنګ او هنر فیستوال

د افغانستان د فرهنګ او هنر فیستوال
د افغانستان لپاره د فرهنګی خدمتونو غوره بیلګه

گویته انستیتوت یوازنې نړیواله فرهنگي موسسه ده چې تل د افغانستان د خلکو تر څنګ دریدلې او د فرهنگ او هنر په برخه کې یې د افغانستان لپاره کمساري خدمتونه تر سره کړي دي، دغه انستیتوت له ډیرو کلونو را هیسې په افغانستان کې فعال و او په بیلابیلو برخو کې یې کار کاوه.

په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د فرهنګ او هنر د رغونې، پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د گویته انستیتوت فعالیتونه د هیریدو نه دي. په دې موده کې دې انستیتوت په کابل او ولایتونو کې زیات شمیر افغاني کلتوري موسسې او بنسټونه ورغول او پخپلو هڅو او مرستو سره یې پیاوړي کړل، په زرګونو علمی او ادبی کتابونه یې وژباړل او چاپ کړل. د فلمونو او هنر د نورو برخو فیستیوالونه او غونډې یې تر سره کړې چې د افغانستان کلتور او هنر ته یې نوې ساه ورکړه. د تیاتر په برخه کې یې تیر او هیر کارونه بیا را ژوندي کړل.

په تیرو دوو لسیزو کې په ګران افغانستان کې د گویته انستیتوت د نورو نه هیریدونکو فعالیتونو تر څنګ یو هم هر کال د افغانستان د معاصرو ادبیاتو د فیستیوالونو جوړبدل و. دغه فیستیوالونه چې هر کال به د گویته انستیتوت لخوا د افغانستان په پلازمینه او یو شمیر ولایتونو کې جوړیدل د افغان ادب او کلتور یوې مهمې برخې ته ځانګړي کیدل.  هر فیستیوال به دری ورځې دوام درلود. په فیستیوال کې به د نورو کلتوري او هنري فعالیتونو په خواکې د ادبیاتو د یوه ژانر یا یوې مهمې موضوع په اړه د لیکوالو لخوا څیړنیزې مقالې وړاندې کیدې او په ادبیاتو به علمی بحثونه کیدل له فیستیوال وروسته به په فیستیوال کې لوستل شوې مقالې، شعرونه، کیسې، مقالې او نورې لیکنې د کتاب په بڼه خپریدې چې زموږ د وطن پر علمی او فرهنګي بډاینې غوره اضافه یې بللی شو. 

گویته انستیتوت په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ نیټې له بدلونونو وروسته هم د ځینو نورو بهرنیو فرهنګي ادارو غوندې افغانستان ته شا نه کړه او افغانستان یې هیر نه کړ بلکې د خپلو امکاناتو په محدوده کې یې خپلو کلتوري فعالیتونو ته دوام ورکړ. دا تر ټولو زیات په افغانستان کې د گویته انستیتوت د مخکیني ریس او د دې انستیتوت د پروګرامونو د مسوول افغان فرهنګی شخصیت ښاغلي محمدابراهیم هوتک د هڅو برکت دی، چې تل یې د دغې مهمې نړیوالې فرهنګي موسسې د مسوولینو پام د افغانستان کلتوري خدمت ته را اړولی دی، څو د دوی له امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره د افغانستان کلتور او هنر ته خدمتونه ترسره شي.

گویته انستیتوت په دې وروستیو کې د گویته انستیتوت په جلاوطني کې د پروګرامونو په لړ کې د افغانستان د کلتور او هنر فیستیوال تر سره کړ. ګویته انستیوت په جلا وطنۍ کې، د افغانستان فرهنګي او هنري دری ورځینی فیستوال د آلمان په پلازمینه برلین ښار کې د یو شمیر اروپا مېشتو افغان فرهنګیانو او هنرمندانو په ګډون جوړ کړ.

دې فیستیوال له هغو تیرو مختلفو فیستیوالونو سره چې په افغانستان کې جوړ شوي وو، تفاوت درلود. په دې فیستیوال کې  ، چې د ګویته انسټيټيوټ او د مارتین روت (Martin Roth Initiatives)  لخوا جوړ شوی واو د افغانستان فرهنګي وضعیت ته ځانګړی شوی و د فرهنګ او هنر په برخه کې بیلابیل پروګرامونه په پام کې نیول شوي وو.

د ګویته انستیتیوت په جلاوطنۍ کې پرانیست غونډه په محلي موسیقۍ، ویناوو او په افغانستان کې د دې انسټیټیوټ د لاسته راوړنو په یادولو سره پیل شوه.  د ګویته انستیتوت عمومي ریسې میرمن کرولا لینتز په تېرو دوه لسیزو کې په افغانستان کې د ګویته انستیتوت د فعالیتونو او اوسني فیستیوال په اړه خبرې وکړې، په افغانستان کې د ګویته انستیتوت مخکیني ریس او د فیستوال مسوول ښاغلي ابراهيم هوتک د ګویته انستیتوت د لاسته راوړنو او د دې فیستیوال د راتلونکو دوه ورځنیو فرهنګي او هنري پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل،  دغه راز د افغانستان د دودیز او معاصر فرهنګ په ځانګړتیاو او د جلا وطنه یا دیاسپورا فرهنګیانو او هنرمندانو د رول، په افغانستان کې د هنر اوسنی وضعیت په اړه ګردي میزونه او پر دې موضوعاتو باندې بحثونه د فیستیوال د دویمې ورځې لومړني پروګرامونه وو چې له خپل کلتور څخه په هېواد کې دننه او دباندې ساتنه. د فلمونو، تیاتر ننداره، د خطاطۍ، کتاب جوړولو او د ماشومانو د مجلو جوړولو پر ورکشاپونو سره پای ته ورسېدل.

د فیستیوال په وروستي  ورځ ادبیات په کډوالۍ کې پنل کې او په جرمني کې د افغان لیکوالو په ادبیاتو فرصتونو او ننګونو باندې خبرې وشوې.او له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پوري له افغانستان سره هنر په برخه کې پر نړۍ والو مرستو بحث وشو او همدا راز دا ورځ د فلمونو، تیاتر، انیمېشن او کنسرت باندې پای ته ورسېده. پاتې دې نه وي چې په دې ورځ هم د کتاب جوړولو او د ماشومانو د مجلو جوړولو ورکشاپ ترسره شو.

د فیستوال بحثونه، کیسې، شعرونه او ویناوې د افغانستان په ملي ژبو پښتو او دري ترسره شول چې د ژباړونکي ماشین په وسیله جرمني ته هم ژباړل کېدلې. د فیستوال په ټولو ورځو کې هنري پروګرامونه د افغان هنرمندانو کنسرتونه او نور تفریحی او هنري پروګرامونه هم ترسره شول.

د گویته انستیتوت په جلا وطني کې کلتوري او هنري پروګرامونو لړۍ به په راتلونکو میاشتو کې هم دوام ولري گویته انستیتوت په پام کې لري د هنر او فرهنګ په برخه کې د افغان فرهنګیانو او هنرمندانو په ملګرتیا او هڅو په بیلابیلو وختونو کې نور پروګرامونه هم ترسره کړي. هیله ده نورې نړیوالې او افغاني کلتوري موسسې او ټولنې هم د افغانی ادب، فرهنګ او هنر د غوړیدا، پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې ورته فعالیتونه ترسره کړي.