
په هند کې د سیلاوونو راوتلو له امله ګڼ شمېر خلکو ته زیان رسیدلی دی.
د یاد هیواد چارواکو خبر ورکړی دی چې سیلاوونو له امله ۱۱۹ تنه وژل شوي دي چې ۱۷ تنه یې په ګجرات ایالت کې د یوې کورنۍ غړي دي.
همدارنګه د ګجرات ګاونډ راجستان ایالت کې ۱۹ تنه وژل شوي دي.
د هند ژغورنې کارکوونکي په دې هڅه کې دي چې بند کسان خوندي ځایونو ته ولیږدوي.
ویل کیږي چې تر اوسه ۳۶زره کسان د چورلکو او بېړیو په وسیله خوندي سیمو ته لیږدول شوي دي.