
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې له روسیې څخه د ایس ۴۰۰ توغندیو پرمختللي سیستم پېرلو په اړه موافقې ته رسیدلي دي.
ناټو په دې اړه اندیښنه ښودلې ده خو اردوغان وایي چې هر هیواد باید د خپلې دفاع لپاره لارې چارې ولري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له کرد اورپکو سره د ناټو او امریکا مرستو له امله د ترکیې او یادو هیوادونو اړیکې ښې نه دي.