
امریکایي چارواکي وایي چې په فارس خلیج کې د امریکا یوې بېړۍ پر ایراني کښتۍ د خبرداري ډزې کړي دي.
امریکایي پوځ وایي چې سپاه پاسداران د امریکایي ځواکونو مخابرې ته ځواب نه و ورکړی.
هغه وخت چې ایراني کښتي د امریکا بېړۍ ته ۱۴۰ مترو په فاصله نېږدې شوه د امریکایې سمندري ځواکونو د خبردارۍ له هوایي ډزو سره مخ شوه.
امریکا د ایراني بېړۍ دغه عمل غیر مسوولانه او غیر مسلکي بللی.