د مکرون په منځګړتوب د لیبیا مخالفو ډلو تر مینځ اوربند شوی دی

د فرانسې ولسمشر په منځګړتوب د لیبیا دوو مخالفو ډلو تر مینځ اوربند تر سره شوی دی.
د یاد هیواد ولسمشر فیاض السراج او د مخالفې ډلې مشر له امانویل مکرون سره لیدلي دي او په ګډه خپره شوې اعلامیه کې یې ویلي دي چې دواړه خواوې دې اوربند ته درناوی وکړي او د هر ډول وسلو له کارونې دې ډډه وکړي.
مکرون له دواړو خواوو غوښتلي دي چې ژر تر ژره دې ټاکنې هم وکړي.