د اقصی جومات څخه د دروازو لېرې کولو پریکړې سره سره مظاهرې روانې دي

په فلسطین کې د مسلمانانو لومړنۍ قبلې الاقصی جومات څخه د اسراییلو له خوا د فلزي امنیتي دروازو لېرې کولو سره سره په دې منظور مظاهرې روانې دي چې اسراییل دې نور پوځي اقدامات هم په یاد سپیڅلي ځای کې کم کړي.
د فلسطینیانو مشرانو له خلکو غوښتلي دي چې تر څو د اسراییلو ټول پوځي تدابیر له مینځه نه وي تللي له اقصی څخه دې بهر لمونځ وکړي.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي دي چې د اسراییلو له خوا د امنیتي دروازو لیرې کولو سره سره به له اسراییلو سره امنیتي همکارۍ کنګل پاتې شي.
څه موده مخکې اسراییلو د الاقصی سپیڅلي جومات سره امنیتي کامرې او اوسپنیزې دروازې نصب کړې چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې.