
د انګريزي شرکت Advanced Marine Services لامبوزنو د ایسلڼد سواحلو ته نږدې د سمندر په تل کې داسې يوه جرمني بيړۍ موندلې، چې د سرو زرو خزانه په کې وه.
د انګريزي ژبې ورځپاڼې «ډيلې مېل» د رېپوټ پر بنسټ، دغه بيړۍ په ډير احتمال سره په جرمنانو پورې اړونده وه او د موندل شوو سرو زرو خزانې ارزښت ۱۰۰ ميلیونه ډالره اټکل شوی.
رېپوټ زیاتوي، چې په ډوبه شوې بيړۍ اس.اس. مينډن «SS Minden» کې، ۴ ټنه سره زر موندل شوي دي، چې د سويلي امريکا له يوه بانک نه ويستل شوي وو.
دغه بيړۍ له برازیل نه د جرمني په لوري روانه وه، چې د ۱۹۳۹ ز کال په سپټمبر کې د ایسلنډ په سواحلو کې غرقه شوه.
ويل کيږي، چې هغه مهال کله چې د انګریزانو د سمندري ځواکونو لخوا دغه بیړۍ وپيژندل شوه، ادولف هيټلر له دې ويرې، چې دغه خزانه د انګریزانو لاس ته و نه لویږي، ماڼو ته امر وکړ، چې بیړۍ غرقه کړي.
یاد شرکت غواړي، چې دغه سره زر بریتانیا ته ورکړي، خو ایسلنډ د سواحلي ګارډ شورا نيوکه کوي، چې انګريزانو له اجازې پرته په دغه سیمه کې څېړنې تر سره کړې دي.