
په ترکیه کې د هغو اوولسو خبریالانو محاکمه پیل شوه چې په ترهګریزو فعالیتونو تورن وو.
د نوموړو خبریالانو محاکمې ته ګڼ شمیر کسان راغونډ شوي وو او د محکمې په لومړۍ ورځ پر دې تورن شول چې له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کوي.
په ترکیه کې د پروسږنۍ ناکامې کودتا وروسته زیات شمېر تورن محاکمه شوي دي.