لاهور کې برید لږ تر لږه ۷۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان لاهور ښار کې د یوې چاودنې له امله ۲۶ تنه مړه او ۵۰ نور ټپيان شوي دي.
یاده چاودنه پرون په داسې حال کې رامینځ ته شوه چې یو شمیر مامورین د هغه مارکیټ ورانولو لپاره راټول شوی وو چې دولتي ودانیو ته نیږدې په غیر قانوني ډول جوړ شوی و.
د پاکستان پولیس وایي چې په یاده چاودنه کې د پولیسو مامورین هم وژل شوي دي.
د چاودنې مسوولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستی دی.