
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان کویت ته رسیدلی دی.
دا خبر د کویت دولتي خبري آژانس خپور کړی دی او ویلي یې دي چې نوموړي د کویت له امیر سره خبرې اترې کړي دي.
کویت د قطر او سعودي پر مشرۍ څلورو هیوادونو تر مینځ د کړکیچ په حل کې د مرکچي رول لوبوي.
اردوغان پرون جدې ته تللی و او هلته یې د سعودي له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره لیده کړي وو.
په پام کې ده چې نوموړی نن قطر ته ولاړ شي او د هغه هیواد له چارواکو سره وګوري.
ترکیه په دې وروستیو کې د قطر کلک ملاتړی هیواد دی.