نظم


لاهماغسې په تورو شپو کې ورک دي
لاهماغسې روان دي ترږمو کې
نه یې ولیده سپوږمۍ نه څراغونه
ژوند پرې تیرشو په بدرنګه ماښامو کې
ـــــــــــــــــــــ
په لاسو کې یې د کرکې زیږه کاڼي
ماتوي پرې د خپل ښار رڼې هندارې
دنفرت دروازې خلاصې دغه لورته
بندې کړې یې پرمخ د مینې لارې
ــــــــــ
لاپوه ندي درد یې نه دی احساس کړی
که هرڅومره خپلې پښې وهي په تبر
پښتنو دی په خپل ځان باندې راوستی
د حالاتو د مرګونو وحشي جبر
ـــــــ
سور خنجر یې د تربور په وینو سور دی
په بدیو یې اوښتي دی کلونه
خدایزده ولې له هنره مرور دي
په لاسونو کې یې نه وي کتابونه
ــــــــــــ
اوس رښتیا د یو ګړنګ په سرولاړ دي
دخپل ځان د بربادۍ سندرې وایي
نه دستورو نه دځمکې دمزل دي
دمرګونو لیونۍ سندرې وایي
ـــــــــــــــ-
خدایه ته یې کړې تاوده ساړه ذوقونه
چې تازه شي او د لمر لورته روان شي
له قلم نه نابلدې ګوتې تاو کړي
پښتانه نور دهنر لورته روان شي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ-
۱۳۹۶
عمرخیل