عراقي ځواکونه وایي په موصل کې د نیول شوې جرمني نجلۍ صحي وضعیت ښه دی

د عراق پوځ وایي د هغې نجلۍ روغتیایي وضعیت ښه دی کومه چې په موصل کې له داعش سره د جګړې پر مهال په یوه ځمکخونه کې نیول شوې وه.
نوموړې نجلۍ چې ۱۶ کلنه ده یو کال مخکې مسلمانه شوې وه او په موصل کې له داعش سره یوځای شوې وه چې د موصل د پولیسې په توګه یې کار کاوه.
نوموړې چې د بغداد هوایي ډګر ته نېږدې په یوه زندان کې ساتل کیږي تمه ده چې د اعدام حکم پرې وخیږول شي خو ویل کیږي چې تر څو ۲۲ کلنه نشي یاد حکم پرې نشي عملي کیدای.