
په بیت المقدس کې له اسراییلي پولیسو سره د اعتراض کوونکو د نښتې په پایله کې دوه تنه فلسطنیان شهیدان شوي دي.
پرون ورځ بیا هم د فلسطینیانو لپاره له خواشینیو ډکه ورځ وه.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ هم درې تنه فلسطینیان په بیت المقدس کې د اسراییلو له خوا شهیدان شول، خو له بلې خوا درې تنه اسراییلي سرتیري هم د یوه فلسطیني ځوان له خوا وژل شوي دي.
اسراییلي ځواکونه وایي چې په بیت المقدس کې یې شدید امنیتي تدابیر نیولي دي.
د دې شخړو په لړ کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا غونډه راغوښتې ده.