
د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس وایي چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي ژوندی دی.
نوموړي یادې خبرې خبریالانو ته کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې او او د بشري حقوقو د څار ډلې د روسي الوتکو په بمبارۍ کې د البغدادي وژل تایيد کړي وو خو امریکا او اروپا یاد خبر رد کړی و.
امریکا ویلي وو چې د دوی د نوموړي خبر په اړه څیړنه کوي.
مټیس زیاته کړې ده چې موږ په البغدادي پسې ګرځو او ګومان کوو چې نوموړی ژوند دی.