
امریکا ایران ته خبرداری ورکړی دی چې ژر تر ژره دې ټول امریکایي بندي اتباع خوشي کړي.
سپینې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ له قوله لیکلي دي چې د ایران په اړه په دې مورد جدي تصمیمونه ونیول شي.
امریکا له ایران څخه غوښتلي چې رابرت لیونسن کوم چې لس کاله کیږي په ایران کې تری تم دی، سیامک نمازي او پلار یې، باقر او نور ټول امریکایان دې ژر تر ژره خوشي کړي.
ویل کیږي چې ایران له څلویښتو کلونو راهیسې دا پالیسي لري او خارجي اتباع نیسي.
د یادونې وړ ده چې په ایران کې زیات شمیر افغانان هم بندیان دي.