
یوه اسرائيلي پلار چې عیسوي مذهبه و، خپل لور د چاکو په ضرباتو وروسته له هغې ووژله، چې په دې پوه شو چې لور يې له يوه مسلمان سره واده کوي.
د اسرائیلو محکمې خبر ورکړی، چې دغه سړی ۵۸ کلن دی او «سامي قرا» نوميږي او خپله لور يې یوه ورځ وروسته له هغې ووژله، چې له عالي ښوونځي نه فارغه شوه.
د اسرايلو د جنايي پېښو محکمې ويلي، چې زده کوونکې هنريت قرا، د خپلې کورنۍ د خوښې پر خلاف پرېکړه کړې وه، چې له یوه مسلمان سره واده وکړي او د يوې میاشتې لپاره يو ځل له کوره هم تښتيدلې وه او د مسلمان ځوان له مور سره اوسيدله.
وروسته بیا د نجلۍ کورنۍ د مسلمان ځوان کورنۍ ته ګواښونه کړي وو، چې ولې يې ورته پناه ورکړې او د ځوان مور دې اړ شوه، چې له پولیسو مرسته وغواړي خو نجلۍ بیا هم کور ته ستنه شوه. یوه ورځ د نجلۍ پلار خپله لور په هغه میلمستیا کې وهي او ټکوي، چې د نجلۍ يوې ملګرې لخوا ترتيب شوې وه.
نجلۍ وروسته د يوه ټولنیز سلاکار سره تر غونډې وروسته کور ته ستنيږي. ۱۷ کلنه هنريت قرا د جولای په ۱۲ مه د فارغیدو جشن نيسي او په ۱۳ مه بیا يوې پوستې خانې ته ځي او خپل مسلمان ملګري ته ۱۰۰ ډالره ليږي، چې هغه په کوم دليل په بند کې اچول شوی و او باید راخلاص شوی وای.
نوموړې وروسته له هغې چې کور ته راتله په لاره کې کوم خپلوان ته وايي، چې غواړي مسلمانه شي او له دې قضیې نه يې چې پلار خبر شي، نو هغه په چاکوګانو دومره وهي، چې بالاخر وژل کيږي.