د سي. ای. اې مشر: امریکا د ايران پر ضد بنسټیز ګامونه پورته کوي

د امریکا د مرکزي اطلاعاتو (سي. ای. اې) مشر مایک پومپنو د خپلې تيرې ورځې په مرکه کې ويلي، چې ایران د امریکا د ګټو لپاره یو ګواښ دی.
د سي ای اې مشر په دې مرکه کې په ډاګه کړې، چې: « ډونالډ ټرمپ د ايران پر وړاندې د بنسټيزو بدلونونو د رامنځته کولو په حال کې دی.»
مايک پومپنو په هغه وينا کې، چې د کلنۍ امنيتي غونډې (اېسپن) کې يې اوروله ويلي، چې ايران په سیمه کې د پراختیا غوښتنې سیاست پر مخ وړي او د ايران سیاست پر وړاندې د امريکا د مقابلې خبر یې ورکړ او زیاته کړه: «موږ د ايران پر وړاندې لومړنی اقدام کړی او د لومړني ګام په توګه د ايران پر وړاندې د عربي خلیج هېوادنو او اسراييلو یو ګډ ايتلاف د رامنځته کیدو په حال کې دی، چې یو ګډ «پلاټفورم» په دې موخه ولري، چې د ایران پراختیا غوښتنه ودروي.»
د نوموړي په وینا، د دغه بدلونونو پايلې به ډير زر وروسته له هغه څرګندې شي، چې کړنې د پلي کیدو په حال کې شي.