راځئ !په یوه تریخ حقیقت به سره وغژیږو، مونږ په تېرو لسیزو کې څه وکړل اوڅه مو لاسته راوړل، دا یو حقیقت ده چې مونږ په تېرو لسیزو کې دتربګني له تریخ فشاره هیڅ هم ونه کړای شول، یو لوی سبب یې همدا د تربګني زهرجن توری استعمالول وو چې دهرځوان، سپينژیري، تورسرې، سپین سرې په خوله به یې زمونږ دټولنی ټول په مخ تلونکی لاملونه ډب کړی وو.
د ځوان نسل ریښتنه اوسپیڅله عقیده یې د ناسور په زخم لړلي وه او دهرډول ساسیت، عصری علومو، دینی علومو په مخ کې يې خنډونه ایجاد کړي وو ،چې نه یواځي به یې له زده کړو محروم کړل بلکې پاکه روحیه به یې دومره ور تیزابي کړه چې وروسته به یې دعقل په ځلانده نعمت داسي توره پرده پریوته چې واقعیتونه به ورته هسې یو ساتیری ښکارېده، ځکه چې دهغوئ په عقلونو دبصرت کوم څه نه وو ترسره شوي اوتل د کاکا او کاکا زوي ته دومره د تبعیض او کیني په اور کې ډوب وو چې دعقلیت اوپرمختګ نور کارونه نه ورته معلوم وو او نه یې کول، ولئ په دی چې دکاکا زوي به یې په موټرکي وو نو کله د ده دتربګنیت دناسور مینی دا په ځان منله چې زه دی موټر ونه لرم، ولئ دموټر په مفادات نه غژیدو اونه یې مفادات مقصد وو، مقصد به یې دتربګنیت درنه اوسپیره ډبره پورته کول وو، چې په پایله کې به یې په ډبره دزړه او بدن ټوله قوه ختمه کړی وه کله چې به یې همدا سپیره ډبره پورته کړله په لاس به هیڅ نه ورتلل. که په رښتیا ووایوچې تور په سپین او سپین په تورڅه توپیر نه لري. د شخصیت په لحاظ علم او د فوقیت په لحاظ تقوا مهمه ده. کله هغوئ دا خوښوله چې زما داکازوي دی په علم کې زه وستایم، معلول یې داوو چې زمونږ دعلمی کدرونو د لوړوالي حس به یې فلج کړو او هغه چې دعلم په ګاڼه به سپاره وو هغوئ به هم ددوئ په ناسور زخم وکړیدو او دعلم کاسه به یې دتل لپاره ورنسکوره کړه. مونږ دا خبره نکوو چې قوم دی وپاشل شي، مونږ چې خبره کوو هغه دتربګنیزم کوو، چې مونږ یې دخپل په مابین کې دحسد او کینی تر زهرجنو موادو رسولی یوو ،زمونږ دعلم مخه یې نیولي ده، زمونږ ځوان نسل یې دمختلونکو لارو څخه معطل کړی وو . الله تعالی مونږ ته دقومیت پالنی په اړه وایې [سُوۡرَةُ الحُجرَات : 13] يٰٓأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنٰكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثٰى وَجَعَلْنٰكُمْ شُعُوبًا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقٰىكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ اې خلكو! موږ تاسي له يوه نارينه او يوې ښځي څخه پيدا کړئ او بيا مو تاسي قومونه او قبيلې وګرځولئ، تر څو چې تاسي يو او بل سره وپيژنئ. په حقيقت کښي د الله په وړاندي ستاسي څخه تر ټولو زيات عزتمند هغه څوك دى چي په تاسي کښي تر ټولو زيات پرهېزګار وي. په باوري ډول الله په هر څه پوهېدونكى او باخبره دى. نن په دی باید فکر وکړو چې مونږ باید چرته دمسلکونه درک وکړو او چرته مسلکونه زده کړو او چرته مسلکونه پلي کړو، دتربګني له توري خوني څخه راووځو او لیږ دنړۍ روښانه لمر ووینو، لیږ دخالق په نعمتوکي فکر وکړو ،ووینو چې الله تعالی مونږ دڅه لپاره پنځولی یوو او باید څه شي وکړو، الله تعالی مونږ ددی لپاره نه یوو پیداکړی چې مونږ دتربور په مخ کې ازغی جوړ شو، بلکې ددی لپاره یې پیداکړی یوو چې دهرانسان کرامت وپیژنو دهرانسان قدر وکړو، خپلوی وپالو بلکې تربګني ته دپاې ټکي کیږدو . خپلوی پالنه دالله خوشیږي او رسول الله صل الله علیه وسلم وایې چې زه الله ددی لپاره راستولی یم چې خپلوی وساتم ،دلته چې پیغمبر صل الله علیه وسلم کومه خپلوی یادوی هغه داسی خپلوی چې له ترحم څخه سرچینه اخلی او یوپه بل رحم ولری یودبل مفادات په نظر کي ونیسي په بل ځاي کي حضرت محمد صل الله علیه وسلم دخپلوی په اړه وایې "مَنْ أَحَبَّ أَنْ يُمَدَّ لَهُ فِي عُمُرِهِ، وَيُزَادَ لَهُ فِي رِزْقِهِ، فَلْيَبَرَّ وَالِدَيْهِ، وَلْيَصِلْ رَحِمَهُ» که څوک د اوږده ژوند او پراخه روزۍ مينه وال وي، نو هغه ته پکار ده چې د مور او پلار سره ښېګڼه وکړي او د خپلوانو سره صله رحمي وکړي، يعنې خپلوي دې وپالي. راځو ځوانانو دی ته چې باید دخپلوی پالنی اصول زده کړو او دتربګنیزم بد نوم دتل لپاره محوه کړو. اسلامی خپلوی پالنه خپل دود وګرځو او دتربګني له تورو شپو راووځو او علمی، مسلکي، کدرونه وروزو چې ترڅو وکولي شو دنړۍ په پراخه فضاء کې ووینو چې الله تعالی مونږ ولی دنیا ته رالیږلی یوو. په درناوی (صبورګل صابر)
وروستي