هند داسې يو هېواد دی، چې ورته د راز راز کلتورونو، مذهبونو، ژبو او توکمونو یو ښکلی موزایيک ويلی شو. که له يوې خوا داسې هېواد د سيلانیانو او نورو لپاره په زړه پوری دی، له بل پلوه داسې یو هېواد، له دومره مختلفو عقاید او کلتورونو سره اداره کول بیا له سياسي پلوه ستونزمن کار هم دی. خو له دې سره سره په دغه هېواد که رامنځته شوی سيستم او قوانين هر څه کابو کړي او دا به د تعجب خبره نه وي، چې په لږ واټن کې تاسې د مسلمانانو جومات، د هندوانو مندر، د کريشنایتو او نورو مذهبونو پيروانو عبادتځايونه لیدلی شئ، چې هر څوک خپل کار کوي او څوک پر چا باندې غرض نه لري.
په دغه هېواد کې يو بل د پاملرنې وړ ټکی دا دی، چې له ډيرې غريبو کورنيو نه خلک لوړو مقامونو ته رسيدلي؛ چې يوه ښه بېلګه يې پخپله تازه ټاکل شوی رام نات کویند دی.
رام نات کويند د هند د پارلمان لخوا ۱۴ ټاکل شوی جمهور رييس دی، چې تړاو يې د «داليت» سره دی. دالیت (Dalit ) ـ پر ځمکه وهل شوي یا ستم ليدلي ته ويل کيږي، چې يو سیاسي نوم دی او هندوانو په طبقاتي نظام کې د نه لمس وړ یا نجس بلل شوي. دوی د هندوانو له څلور طبقاتي نظام نه حذف شوي وو او دوی په حقيقت کې د «ورنه» (د هندوانو طبقاتي ويش) کې ندي راغلي او کوم نوم چې ورکړل شوی و، هغه نجس و، او د تاریخ په اوږدو کې په هغو ډلو کې شمېرل کیدل، چې له حقوقو نه محروم وو او له نورو سره يې برابر حقوق نه درلودل.
نوموړی دوهم دالیت دی، چې د جمهور رييس په توګه ټاکل کيږي؛ تر ده مخکې د هند لسم جمهور رييس کې. آر. ناریان هم له همدې ډلې څخه وو.
رام نات کويند د ۲۰۱۷ ز کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې، له خپلې سیالې ميريا کمار Meira Kumar نه میدان وګټلو او تقريبا دوه پر درې رايې يې خپلې کړې او تر پرناب موکرجي وروسته به د جولای په ۲۵ مه د جمهور رييس په توګه دندې ته اوږه وکړي.
کویند د ۱۹۴۵ ز کال د اکټوبر میاشتې په لومړۍ نېټه، د اوتار پرادېش Uttar Pradesh په کانپور دهات Kanpur Dehat ولسوالۍ کې زېږیدلی دی. پلار يې بزګر او د یو کوچنی دکان مالک هم و، چې د خپلې کورنۍ ګوزاره يې ورباندې کوله. کویند د پنځو ورڼو او خويندو تر منځ تر ټولو کشر و او ۵ کلن و، چې مور يې له لاسه ورکړه.
په کلي کې د لومړنيو زده کړو د تر سره کولو ورسته، اړ شو چې ګاونډي کلي ته، چې ۶ کيلومتره يې له دوی نه واټن درلود، د زده کړې د دوام لپاره هره ورځ مزل وکړي. د دوی په کلي کې هیچا حتی یو بایسکل هم نه درلود.
ښاغلي کويند په تجارت کې لیسانس (Bachelors degree in commerce and a LLB from DAV College) او همداراز په حقوقو کې هم زده کړې کړي او له کانپور پوهنتون نه فارغ شوی دی. کويند لکه مو چې مخکې وويل، يو داليت دی او د بهارتیا جاناتا (بي. جې، پي) ګوند لخوا يې ملاتړ کيده.
دندې او مسؤليتونه:
- د بهارتیا جاناتا ګوند پخوانی مشر.
- له ۲۰۱۵ – ۲۰۱۷ ز کلونو پورې د بیهار ایالت ګورنر يا والي.
- له ۱۹۹۴ ـ ۲۰۰۶ ز پورې د پارلمان غړی.
سرچينې:
- ويکيپېدیا
- نورې رسنۍ او انټرنيټي پاڼې