کویټ: د ایران سفیر مو پرېښود، خو یو شمېر ديپلوماتان به يې را کم شي

کويټ وايي، چې ايراني رسنيو داسې خبر خپور کړی، چې د ايران سفیر لپاره په کویټ کې ۴۸ ساعته ضرب العجل ټاکل شوی، دا ناسم دی خو يو شمېر ديپلوماتان به يي له هېواده بهر شي.
د ترکيې «اناتولي» رسنۍ د کويټي ديپلوماتانو له قوله ليکلي دي، چې د کویټ دولت غواړي، چې د ايراني ديپلوماتانو شمېر له ۱۴ تنو نه ۹ تنو ته راټيټ کړي.
 سرچينه زیاتوي، چې دغه ديپلوماتان به په ۴۵ ورځو کې له کویټ نه وويستل شي.