امریکا او اروپا د تور بازار ستر مارکیټ الفا -بي بند کړ

د امریکا او اروپا په هڅو د تور بازار پر لیکه مارکیټ چې د تور جال، ډرک وې او یا الفا-بي په نامه یادیده د تړلو اعلان وکړ.
د یادې مارکیټ په وسیله چې ویبپاڼه یې د یوه سافټویر په بڼه کاریدله د نشه یې، وسلو او هک کولو د وسایلو خرڅلاو تر سره کیده.
نوموړي سافټویر خپلو کاروونکو ته اجازه ورکوله چې هویت یې پټ پاتې شي.
په دې مناسبت د امریکا متحده ایالاتو عدلیې وزیر وویل چې د جنایتکارانو پر وړاندې یاد اقدام تر ټولو پراخ و.
ویل کیږي چې د یاد مارکیټ له لارې د تور بازار ۴۰۰۰۰ سوداګرو پېر او پلور کاوه چې له دوه لکو زیات مشتریان یې درلودل.