
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت د جرمني بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل د خبرو په غبرګون ویلي دي چې د دوو هیوادونو تر مینځ اړیکې د ګواښ او ویرولو له لارې نه بلکه د نړیوالو منل شویو اصولو له مخې پر مخ تللی شي.
ګابریل وروسته له هغې چې ترکیې نهه تنه هغه جرمني اتباع چې د ترکیې تېرکال کودتا پرمهال په کودتا کې د لاس لرلو په تور نیول شوي وو تېره سه شنبه په بند محکوم کړل، جرمني سوداګر دې ته وهڅول چې خپلې پانګې له ترکیې وباسي او اعلان یې وکړ چې په ترکیه کې د خپلو وګړو د خوندیتوب ضمانت نشي کولی.
همدارنګه نوموړي وویل چې په ترکیه کې به د دولت تضمین شوې پانګې په اړه څیړنه وکړي.
د ترکیې تېر کال ناکامې کودتا په ترڅ کې ۲۲ تنه جرمني وګړي ونیول شول چې له نهو کسانو پرته یې نور خوشي شول.