جان مک کین د مغزو په سرطان بوخت دی

د امریکا مخکښ سناتور او یادې جرګې د پوځي کمیټې مشر جان مک کین د مغزو په سرطان بوخت دی.
یاده خبره پرون د نوموړي ډاکټرانو کړې ده او ویلي یې دي چې د یاد اتیا کلن سیاستوال سرطان پرمختللی دی او په سر کې یې د وینې غوټه کیدو سبب ګرځي.
ډاکټران وایي چې د نوموړي د چپې سترګې دپاسه یې غوټه شوې وینه تېره اونۍ لېرې کړه او اوس یې روغتیایي وضعیت ښه دی او په اریزونا کې په خپل کور کې تر مراقبت لاندې دی.
مک کین په ۲۰۰۸ کې د امریکا ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړی و.
نوموړی دوه اونۍ مخکې افغانستان ته راغلی و او په هیواد کې د امریکایي ځواکونو د شمیر ډیریدو پلوی دی. همدارنګه نوموړی د اسراییلو پلوی شخص هم دی.