ولې خلک په لېورپول کې له یمني سپین ږيري نه وويریدل

د انګلستان په شمال لويديځ بندري ښار لېورپول (Liverpool) کې یو شمېر خلک له هغه یمني سپین ږيري نه وویریدل او په تېښه شول، چې خپل دوديز کالي يې اغوستي وو.
دغه یمنی سپين ږیری هر جمعه خپل دودیز یمني کالي اغوندي او دا ځل له يوه ژباړنې سره د پيردلو په موخه د ښار مرکز ته تللی و. خو هغه څه چې دغه سپين ږيري حیران کړ دا وو، چې انګریزانو د ده په لیدو سره به په تېښته وو. د ډار اصلي لامل هغه منحني خنجر و، چې یمنیان يې په دوديزه توګه له خپلو ملي کالیو سره يوځای لري.
له ده سره ژباړونکې ميرمنې ويلي، چې دغه یمنی له ۵ کلونو راهیسې هره جمعه خپل دوديز کالي اغوندي او بیا جمعې لمانځه لپاره جومات ته ځي.
په وروستۍ لسیزه کې، چې ترهګريزې پېښې زیاتې شوي او په اروپايي هېوادو کې د سړو وسلو په واسطه هم تر سره شوي، خلک زیات حساس شوي دي.
 
د یمن خلکو دوديز کالي
 
د میرمنو کالي