
د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان لور په یاد هیواد کې د اورین بانک چې هلته تر ټولو لوی تجارتي بانک دی مرستیاله ټاکل شوې ده.
زرینه رحمان ۲۳ کلنه ده او ویل کیږي چې زده کړې یې په بریتانیا کې تر سره کړې دي.
نوموړې د روان کال جنوري په میاشت کې پر یاد پوسټ ټاکل شوې ده چې په دې اړه اسناد د ازادې اروپا رادیو ته په لاس ورغلي دي.
امام علي رحمان ډېر ځله پر دې تورن شوی دی چې خپلوان پر لوړو دولتي پوسټونو ټاکي او په فساد کې ښکیل دی. همدارنګه نوموړی خپل سیاسي مخالفان هم سخت ځپي.
نوموړې د ۲۵ کلونو راهیسې پریاد هیواد واکمن دی.