موږ ستاسې معنوي او مالي مرستې ته اړتیا لرو

ملګرو سلام، ښې چارې! 
په دې هیله، چې روغتیا، جوړتیا او خوشالي به مو تلپاتې مېلمه وي. لکه څرنګه چې یې تاسې ګورئ، زموږ وېبپاڼه پر ځای ولاړه نه بلکې کوښښ کوو، چې ورځ تر بلې یې په بېلابېلو برخو کې غني او پیاوړي کړو، چې په دې برخه کې موږ ستاسې معنوي او مالي مرستې ته اړتیا لرو.
په تېرو لسو کلونو کې موږ پرته له کوم معاش هڅه کړې ده، چې ناپېیلې، خپلواکه او ټولنیزه وېبپاڼه ووسو. کوښښ مو کړی دی، چې تاسې ته په خپل وخت هراړخیز مالومات، لیکنې او خبرونه وړاندې کړو. په دې ورستیو کې کې مو د پاڼې د محتوا د کتلو او لوستلو د لارو چارو د اسانتیا لپاره وېبپاڼې ته موبایل اپلیکشن هم جوړ کړ او په پلان کې لرو، چې نور ډیر داسې څه په پاڼه کې ورډیر کړو، چې پښتو ژبه په انټرنیټ کې نوره هم پیاوړي او غني شي، چې په دې برخه کې موږ ستاسې مرستې ته اړتیا لرو.
قدرمنو! که هرڅوک یاست او هر چیرې یاست، چې زموږ د پاڼې کتونکي یاست، نو زموږ د سترګو تور یاست، هیله ده چې خپله مرسته له مونږ نه ونه سپموئ.
په درنښت او پښتنې مینې،
نیک محمد ویال د روهي وېبپاڼې څښتن
۱. تاسې کولای شئ خپلې لیکنې په لاندې ادرس یا یې د پاڼې له لارې رولیږئ:
ستاسې لیکنه
 
۲. د مالي مرستې لپاره په لاندې ځای کلیک ولړئ: