روهي په سمسونګ او آيفون موبايلونو کې!

روهي رسنيز مرکز چې له تېرو ۱۳ کالونو په ان لاين بڼه خپرونې لري؛ د غښتلي خبري او تخنيکي ټيم پر مټ د هېواد، سيمې او نړۍ تازه او دقيق خبرونه شيبه په شيبه تر تاسې رسوي. 

روهي رسنيز مرکز د ويال ټېک ټېکنالوژۍ شرکت پر مټ د ايفون موبايلونو (iOS) او سمسونګ موبايلونو (Android) لپاره موبايل آپلېکېشن په نوي ډیزاین جوړي کړی. د ګوګل په پلي سټور او د ايفون په آپل سټور کې د rohi.af په لټون يا search سره کولی شئ چې د روهي موبايل آپلېکېشن راکښته يا داونلوډ کړئ. 

د روهي موبايل آپلېکېشن د خبرونو ترڅنګ  اسلامي، سياسي، اقتصادي، ټولنيزې، علمي، هنري، د ټېکنالوژۍ، روغتيايي، ساينسي او نورو بيلا بېلو برخو کې لېکنې لري. 

دغه موبايل آپلېکېشن لوړه چټکتيا لري او د مالوماتو د اسانه پيدا کولو لپاره په اصلي او فرعي برخو يا کتګوريو وېشل شوی دی.