بهرنيو هېوادونو ته کوم کسان او څنګه په درسي بورسونو لېږل کيږي؟

د حامد کرزي په مشرۍ په هېواد کې د نوې دورې په راتګ سره د افغانستان نړيوالې اړيکې پراخه شوې. د سياسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ترڅنګ، افغانستان په درسي برخه کې هم اړيکې غښتلې کړې. د سيمې او نړۍ هېوادونو ته د دولت او بهرنيو ارګانونو په مالي مرستو په زرګونه زده کوونکي ولېږل شول او دغه لړۍ تر نن جاري ده.

د هندوستان، پاکستان، اندونزيا، تاجکستان، ترکيې، چين، جاپان، امريکا، روسیې، برتانيا او د نړۍ نورو هېووادونو ته د افغان زده کوونکو او محصلينو د لېږد لړۍ داسې ده، چې هغه زده کوونکي چې د ښوونځي په درېيو وروستيو کالونو کې يې ښې او لوړې نمبرې اخېستې وې، هغه زده کوونکي چې د کانکور په ازموېنه کې يې ښه سلنه تر لاسه کړي او هغه محصلين چې د پوهنتون په لومړي کال کې لومړی نمبر وي؛ د نورو لوړو زده کړو لپاره بهر ته لېږل کيږي. ځيني وخت د بهرنيو سفارتونو له خوا ازادې ازموينې هم په لار اچول کيږي او څوګ چې په کې بريالي شي، نو د اړوند هېواد تحصيلي بورس تر لاسه کوي. ځيني وخت بيا د برخې يا ونډې په نوم د هېواد سياسي کسانو لکه واليانو، سفيرانو، وزيرانو او د پارلمان وکيلانو ته هم يو شمېر بورسونه ورکول کيږي.

له تېرو نېږدې دوه لسېزو چې په بهر هېوادونو کې د افغان زده کوونکو د زده کړو لړۍ پيل شوې، که پنځوس سلنه يې پاکه او پر حق ده، خو په پنځوس سلنه کې يې رشوت، پيسې، خپل پالنه او اړيکې هم پالل شوې دي.

د فساد په برخه کې افغانستان د نړۍ مفسدو هېوادونو په سر کې راځي، چې د نورو ارګانونو ترڅنګ، د پوهنې او لوړو زده کړو ادارې هم ترې پاتې نه دي. د پيسو او خپل پالنې په اساس د بهرنيو هېوادونو په تحصيلي بورسونو کې شته حق خوړنه او درغلۍ ډېرې دي.
د بېلګې په توګه د روسې پلازمينې مسکو او نورو ښارونو ته په لسګونه افغانان محصلين د لوړو زده کړو په موخه راغلي دي. له دوی چې پوښتنه وشي، نو يا د پارلمان د وکيل، وزير او بل چارواکي له نېږدې کسانو وي او يا د چارواکو د نېږدې کسانو له خوا د همدغه تحصيلي بورسونو په پار ورڅخه په زرګونه ډالر پيسې اخېستل شوې وي.

له داسې محصلينو سره مې خبرې وشوې، چې د وکيل، وزير او چارواکو له خوا پرې هغه بورسونه خرڅ شوي، چې حق لرونکی، وړ او اهل کس ترې محروم شوی دی. راغلي کس هم اعتراف کړی، چې بهر ته د راتګ موخه يې پناه اخېستل، له ژوند خوند اخېستل او ساتيری کول دي. د درد خبره دلته دا ده، چې له يوې خوا حق؛ حق لرونکي ته ونه رسېد، له بلې خوا د رالېږل شوې کس وړتيا دومره نه ده، چې په بهر هېواد کې پرې زده کړې وکړي او وروستی يې دا، چې واسطه او پيسو د رالېږل شوي کس د کړنو له امله په لویه کې د افغان او په ځانګړي دول د پښتون په نوم هم بد اغېز او منفي نوم غورځي.

کله چې د چارواکو له خوا دغه تحصيلي بورسونه ناوړه کسانو ته د واسطې او پيسو په مقابل کې ورکړل شي، نو ګته اخېستونکی د زده کړو پر ځای، خپل وخت نامشورع کارونو؛ لکه بې ځايه کرځېدل، نجونو سره اړيکې، نامشروع څښاکونه، د شپې کلپونو ته تګ، نشې او تماشې شروع کړي. لامل يې دا دی، چې کس وړ نه دی او د وړ کس حق د پيسو په مقابل کې خوړل شوی دی.

دا ډول کسانو د نړۍ په هغه هېوادونه کې چې افغانان په کې مېشت دي، نوم يې ور بد کړی او خپل ژوند يې هم تباه کړی دی. د خپلې اصلي مسير يانې زده کړو پر ځای د بلې لارې غور کول، د هېواد او ولس سره جفا ده او د تر سره کوونکي ترڅنګ د چارواکو، وکيلانوو واليانو، وزيرانو او نورو هغه د کورنۍ کسان په کې شامل دي، چې پيسې اخلي او دا ډول بې عدالتي کوي او يا هم د پېژندګلوي او نېږدې اړيکو پر اساس.

کله چې چارواکي او يا هم د دوی کورنۍ د نورو حق د پيسو په مقابل کې خرڅوي، نو په لسګونه داسې بهانې او دروغ يې ورته پيدا کړي دي، چې د مشتري قناعت پرې ژر حاصلوي. دوی بهانه کوي، چې کومې پيسې چې دوی اخلي د بهرنيو هېوادونو سفارتونو او يا يې هم په بهرنيو هېوادونو کې پوهنتونونو ته ورکوي. حقيقت دا دی، چې تحصيلي بوروسونه وړيا دي او ورکونکي هېوادونه يې هېڅکله هم په مستقيم ډول پيسې نه اخلي.

ولس او حکومت بايد په تحصيلي ډګر کې دغه درغلۍ او خيانت په پام کې ونېسي. له هېواد سره ستره جفا دا ده، چې د يو څو پيسو په مقابل کې چارواکي او نېږدې کسان يې د بل افغان حق خرڅوي.

په هېواد کې د ټولو او په ځانګړي ډول د پوهنې مفسېدينو د رسوايۍ په تمه!