هند ۴ پاکستاني سرتيري وژلي، پاکستان د جګړې پېښیدولو ګواښ کړی

د روانۍ اونۍ د يکشنبې په ورځ، د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر په سرحدي سيمه کې، د پاکستان په وینا، د هندي پوځیانو لخوا ۴ تنه پاکستاني سرتيري وژل شوي، چې پاکستان هند ته په سخته لهجه ګواښ کړی دی.
د پاکستان د پوځ د عملیاتي برخې مدير ساحر مرزا، خپل هندي سیال سره د پېښې په تړاو د تېلفون په کرښه خبرې کړي او په دې تړاو يې خپل اعتراض څرګند کړی.
نوموړی ويلي، چې هند باید د خپل پوځ تحرکات او کړنې تر کنټرول لاندې روالي، کنه د دې امکان شته چې د هند او پاکستان تر منځ جګړه رامنځته شي.
د رېپوټونو له مخې، وړمه ورځ د هندي پوځ لخوا د کشمیر په غرونو کې د پاکستان پوځ موټر وويشتل شو، چې بیا موټر په سیند کې وغورځيدلو او په کې سپاره ۴ تنه پوځیان ووژل شول.