
د امريکا په کالیفورنیا کې، محکمې يو سړي ته د ۲۱ پيشوګانو د وژلو په بدل کې ۱۶ کاله د بند سزا اورولې ده.
دغه کس «روبرټ روی فارمر» نوميږي، چې تير کال يې په دې اعتراف وکړ، چې د کالفورنیا په سان خوزې کې به يې پيشوګانې غلا کولې او بیا وژلې.
په یاده سيمه کې د ۲۰۱۵ ز کال د سپټمبر راهیسې د پيشوګانو ورکیدل پیل شول، چې د لومړۍ دوه پيشوګانو جسدونه هم وموندل شول. نوموړی کس د يوې نظارتي کمرې د ويډيو له مخې پيژندل کيږي او وروسته د ده په موټر کې په وينې لړلي دستکشونه (لاسمغوني) او ښکاري چاکو موندل کيږي.
محکمې پرېکړه کړې، چې نوموړی به تر ۱۶ کلنو زندان وروسته هم ۱۰ کاله د دې حق ونلري، چې پيشوګانو ته ور نږدې شي.
د يادونې ده، چې امریکايي سرتيري په افغانستان کې ډير جنايي جرمونه تر سره کړي، خو دومره سزا نه ده ورته ورکړل شوې، لکه د امریکايي پيشوګانو په بدل کې چې ورکول کيږي.