غزل

مینه لاړه موسکا لاړه خندا لاړه
بس عبس غوندې ژوندون دی خندا لاړه
مینه ژاړي خندا غواړي رڼا لاړه
تور غبار په موږ راغلی رڼا لاړه
ژوند تریخ شوی مرګ راغلی خوښۍ لاړه
څوک بې پلاره څوک بې یاره مینه لاړه
څوک پراته ځورګي وهي غمګین دیداره
څوک په وینو لمبیدي ساه تر لاړه
هر چم ژاړي کلی ژاړي موسکا لاړه
مینه ټوله مطلبي شوه ښادي لاړه
په دې نړۍ کې مو ژودون شوو په بد حاله
خدایه نور مو دایمي ژوند کړې ته خوشاله
دردیدليه غم ځپليه بازمحمده
لاس په کار شه ګینې شته خندا د لاړه
بازمحمد منګل