
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر جمیز مټیس ویلي دي چې په سوریه کې د داعش وسله والې ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژل نه شي تاییدولی.
له بلې خوا په سوریه کې د بشرحقونو څار ډلې وايي چې نوموړی وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې داعش په خبري سرچینه اعماق هم توره پرده راغلې وه او ویل کیږي چې د البغدادي د وژل کیدو پخلی یې کاوه.
له بلې خوا داسې خبرونه خپاره شول چې داعش خپل نوی مشر هم ټاکلی دی.
یاد خبر وروسته له هغې خپریږي چې تېره میاشت روسیې خبر ورکړ چې د البغدادي د وژلو په تایید او رد پسې ګرځي.
امریکا ویلي دي چې دوی اوس په کره ډول نه شي ویلی خو چې کله یې دقیق راپورونه تر لاسه کړ نو خبر به خپور کړي.