محلي سندرغاړي

موټر کې ناست وم، بازار ته روان وم، ډرایور د موټر ټایپ ته پیته ورټینګه کړه. یوه محلي سندرغاړي لاندې سندره واخیسته:
د پلار دې مبارک شه د نیکه دې مبارک شه
جانانه د اختر نوي هرڅه دې مبارک شه
موسیقي په درز کې روانه وه، له نورو سره یو ځای زه هم سندرې ته غلی وم، کله چې موسیقي د سندرې مسرې ته راورسیده نو سندرغاړي لاندې مسره وویله:-
دا نن چې په دې څنګ کې درسره ؤ دا د څه ؤ؟
دا غټ صوفي دې څنګ ته مور میړه د مبارک شه
له همدې سره د تر څټ سیټه د چکچکو او غورځیو غږونه راپورته شول، مخ مې ورتاو کړ، درې کسان چې د لرې کلیو ښکاریدل اوږده اوږده ویښتان یې لرل، پکولونه یې پر سرونو وو، ګوتې یې له غټو ګوتمیو ډکې وې او د ځینو شونډې هم له نصوارو چکۍ وې، دوو یې سګرټو ته اورونه ورکړل، موټر یې په شنو لوګیو واخیست، څیرو یې ویره شیندله او همدې سندرې ته یې سرونه اچول.
بازار ته لس کیلو متره لاره راته دومره فاصله شوه ته وا له خوسته کندهار ته روان یم.
کله چې بازار ته راورسیدم له موټر کوز شوم یو څو ژورې ساه ګانې مې کش کړې.
پوه شوم چې؛ اکثریت محلي سندرغاړي د خپلو جیبونو لپاره د ځوانانو روحیات وحشي کوي.