ولور

په کټ کې یې بالښت ته څنګل ورووهله، یؤه پښه یې په بله واړؤله، په څنګ شو، د واسکټ په جېب یې لاس ننباسلو، کولپی یې راویست، خلاص یې کړ، د کلپي سر یې د کولپي په خېټه کې کش کړ، ورغوي ته یې ورټک واهه، خوله یې ویته کړه، ژبه یې تالو ته پورته کړه او ورغوی یې ورتش کړ، لاس یې په ورون ومښلو، کلپي یې جېب ته کړ او له تر څنګ بوډا یې وپوښتل: «حیران یم چې دا سید ملوک دومره پیسې له کومه کړې چې حج ته لاړ؟»
تر څنګ ناست بوډا خپله ټیټکۍ راپورته کړه د لاسونو په پنجو کې یې بنده کړه شاته یې ځان وشړلو او ویې ویل: خبر نه یې؟
ــــ: نه!
ــــ: هغه لور یې چې واده کړه!
ــــ: چاته یې ورکړه؟
ـــ: د عالم خان سره یې دوستي وکړه.
ـــ: نه! د عالم خان هغه لوپراو نشه یي زوی ته خو به نه وي ورکړي؟
ـــ: د عالم خان همغه یؤ زوی دی نور یې څوک شته؟ خود یې هغه ته ورکړه.
ـــ: خدای ته خو ګوره!؟ پووهووو! ما څو ځلې سید مالوک ته وویل چې زما سره دوستي وکړه زما زوی په پوهنتون کې هم دی، خو نه یې راسره منله، آخر یې په نشه یي واړوله!؟
دا ووایه چې په څو یې ورکړه؟
ــــ: په اته لکه افغانۍ، نغد ولور یې ورکړه، څلور لکه یې په لاسنوي کې ورکړې.
ــــ: ښا نو! دا د لور په پیسو حج ته لاړ دی! خو حیران دې ته یم چې د حج لپاره خو لېستونه ډک دي، زما هم پچه ختلي ده په درېیم کال به ځم نو دی څنګه بې پچې لاړ؟
تر څنګ ناست بوډا له ژبې تړک وایست، بیا یې وویل: په دې حکومت کې څه سخت دي؟ اوس خو وار تېر دی، کال ته راشه چې په شل زره افغانۍ دې بې پچې حج ته ولېږم!.