له فېسبوک پرهېز

یوه ملګري ته مې دماغي ستونزه پیدا شوه، په نه خبره به سکروټه شو.
کور کې به یې دیګونه او کاسې هم کله کله پښو ته لاندې کول او له ځمکې سره به یې هوار کړل.
له دې حالته دومره تنګ راغی چې تر پېښوره یې ځان ورساوه، پوره کال یې د عصابو دوا وخوړه خو سرت اثر یې پرې ونه کړ.
یوه ورځ په بازار کې راسره مخ شو، رنګ یې تور شوی ؤ، په حیرانۍ مې ورته وویل: دا ولې؟
اوږده ساه یې کش کړه ویې ویل:
دومره دواګانې چې ما وخوړې که یؤه پاک ختم لېوني، زما تر نیمایي دوا هم نس ته وای اوس به په ښاروالۍ کې مامور هم ؤ، خو پر ما یې ټکی اثر هم ونه وکړ، په کور کې خو مې نور دیګ او کاسه ورک کړل، څه وکړم!؟
ماوې: فېسبوک څومره کاروې؟
ــــــ فېسبوک ته مې شپه او ورځ څنګل وهلي وي، له فېسبوک چېرته کیږي!؟
دستي پوه شوم چې؛ سړی فېسبوک لېونی کړی دی ځکه چې یا به د ځینو فکري مخالف وي او یا به هم هغه پوسټونه چې په کې په لیکلي، انځوریزه او یا هم په وېډیویي بڼه، انساني وحشت، ظلم او غربت ښودل شوي وي، په لوستو او یا لیدو یې زغم له لاسه ورته ووځي، همدا وجه شي چې نور څه نه شي کولی بس پر خپل ذهن ځان بار کړي.
نو غلي مې ورته وویل: ته له نن وروسته فېسبوک بند کړه او د دې پر ځای داسې کتابونه پیدا کړه چې طنزیه بڼه ولري هغه مطالعه کړه او ځان مصروف کړه!
سړي ته د فېسبوک بندول سخت ؤ خو د زړه په زور یې راسره ومنله.
دوه میاشتې وروسته مې ولید، په رنګ کې یې غوړوالی راغلی ؤ د حال پوښتنه مې یې وکړه، ویې ویل: له هغې ورځې راوروسته تر ننه، ترخه ګولۍ راباندې قسم ده که تر مرۍ مې لاندې لاړه وي! مطالعې ته مې اړولي، کله کله فېسبوک ته سر ورښکاره کړم یو نیم مطلب واچوم بېرته زر ترې راووځم، باغ ته مې لاړ شم د سبزیو په پټو کې ساعتري کوم د جېب خرڅه مې ترې جوړه ده، یاره بس ښه تازه یم!
له لږو موسکو خبرو وروست یې ایسکریم خانې ته کش کړم او یو ښه سومندی ایسکریم یې راباندې ووهلو.