سخت وټوخید، شپه وه، ورنږدې شوم، په عمر پوخ سړی په چوکۍ کې ناست ؤ، د تر څنګ دوکان، د ګروپ رڼا یې پر وجود لګیده، شنه ږیره یې لرله، پښه یې پر بله اړولي وه، په ګوتو کې یې د چرسو سګرټ نیولی ؤ، شاته یې وړه کوټنخه وه چې په دړه يې د کمبلې هومره ډبله پرده راکوړۍ وه، (ښایي د اوسېدو ځای یې ؤ) تر مخې یې د پخیدو شی پر ګازي ټنګۍ ایښی ؤ، تر یؤ څنګ یې پر یؤ مېز میشکابونه سر په سر پراته وو، بل څنګ ته یې وړې چوکۍ سره دلۍ کړي وې.
ترې ومې وپوښتل: ماما! څه خرڅوې؟
له سېګرټ یې ژغؤر کش وکړ، شنه لړه یې پوفف کړه، وټوخید، په ژبه یې ګوته راکش کړه د سېګرټ له سکاره ځای څخه یې لږ لاندې لاړه راتاو کړه، ویې ویل: زلیبۍ خرڅوم.
ــ: کار د څنګه دی؟
ــ: ښه دی ګوذاره روانه ده.
ــ: په چرسو نوی عادت شوی یې؟
ــ: نه نه! چې خدای پیدا یم، او په ښو - بدو پوه یم، دا مې څلوېښتم کال دی چې وهم یې.
ــ: نو بیا د ولې ټوخوي؟ عادت شوی خو دومره نه ټوخیږي، ته خو داسې ټوخېږې ته وا کولمې دې اوس په خوله راووځي.
له سېګرټ یې بیا ژغور کش وکړ، پوفففف یې کړ، نری موسکا یې وکړه ویې ویل:
دا چرس بیغرته او ټیزن چرس دي، له مجبورۍ دا بېغرته چرس وهم څه وکړم؟
ـــ: نو په چرسو کې هم روغ او خراب شته؟
ـــ: هو! دا اوس یې چې وهم دا تر ټولو بیغرته چرس دي.
ـــ: نو بیا روغ ولې نه پیدا کوې؟
تندی یې تریو کړ: په چرسو خو دغه نوي راغلي قومندان تندر راواچولو، زمونږ خانه یې راخرابه کړه اوس د چرسو په ورکیدو امنیت راولي، دی دې قران ووهي چې امنیت د چرسو په ورکیدو راولي؟ الله د یې ځانمرګي ته برابر کړي. روغ چرس پر ځای پرېږده! قسم ده که دا خراب چرس هم پیدا کیږي، د سپي په شان منډې، یؤ خوا بل خوا ورپسې وهم.
لاس یې لاندې اوږد کړ، د یوه کانګرټي تابوک له غاره یې وړه سپینه خلته راوایسته، د کچني ګوتې سر هومره توره ماده په کې وه، ویې ویل: دا وګوره! په یؤ سلو پنځوس روپۍ یې ایله دومره شی راکړ هغه هم ټيزن چرس، په خدای که د یوه سېګرټ چرس هم وي، دا څه وخت مخکې ما په یؤ سلو پنځوسو( ۱۵۰) روپیو د دریو سېګرټو چرس اخیستل هغه هم اول لمر چرس، اوس دغو ته ګوره!
خلته یې بېرته همغه غار کې کېښوده، بیا مې ترې وپوښتل:
ورځ کې څومره سېګرټ وهې؟
ــــ: چې برابریږي تر لسو، یؤلسو هم وهم.
ــــ: نو چې د ورځې څه وګټې هغه په چرسو ورکوې؟
ــــ: هو په خدای که غیرن بچت هم لرم.
ــــ: نو کورنۍ د واښه خوري که خاورې؟
یوه ترخه خندا یې وکړه بیا یې وویل: الحمد الله شکر، نه زوی لرم، نه لور لرم، او نه هم ښځه لرم، نه چا ته خپه یم او نه څوک راته خپه دي.
ـــ: یعنې مړه دي؟
ــ: نه سړیه! زه همداسې په بدیا رالوی شوم، هېڅ یې لرم نه.
موټر مې تر څنګ ودرید دړه یې راخلاصه کړه، ملګري مې راغږ کړ: راپورته کېږه چې ځو!
سړي ته مې وویل: لاړم!
ده په شونډو کې سېګرټ نیول ؤ کشولو یې، خوله یې وزګاره نه وه، د لاس په خوریدو یې په مخه راښه کړه، موټر ته پورته شوم دړه مې چې رابندوله نو د سړي زورور ټوخی مې بیا تر غوږو شو.
وروستي