رسنۍ: داعش ډلې د البغدادي مرګ او د خپل نوي «خیلفه» نوم په ډاګه کړی

د سپوتنیک رسنۍ د السومریه تلويزیون له قوله ليکي، چې د عراق د نينوا يوې سیمه ييزې سرچينې ويلي، چې د داعش ډلې د يوې لنډې اعلاميه په خپرولو سره د «اسلامي دولت» مشر ابو بکر البغدادي د وژل کیدو خبر پخلی کړی او د خپل نوي «خلیفه» د نوم د څرګندولو خبره هم په دې اعلامیه کې کړې، خو دغو رسنیو نوم ندی ذکر کړی.
د یادونې ده، چې روسیې یوه میاشت مخکې ادعا کړې وه، چې د هغو بمباريو په پایله کې چې د سوريې د الرقه ښار سره څېرمه د دوی لخوا شوې وي، د داعش ډلې مشر وژل شوی دی خو امریکا يې پخلی نه کولو.
په دې وروستيو کې په داعش ډله پورې تړلې ويبپاڼې «اعماق» پر لومړي مخ هم توره پرده راتله، چې د نوموړي د وژل کیدو پخلی کوي.