
د روسيې سرحدي ځواکونو د بي بي سي او دوه نوروه روسي ورځپاڼو څو تنه خبریالان په داسې مهال په سرحدي سیمه کې نیولی او اخراج کړي، چې له دوی سره سیمې ته د ورتګ لپاره اجازه نه وه.
د روسي رسنیو د رېپوټ له مخې، نیول شوي خبریالان په دې موخه هلته تللي وو، چې د سیمې خلکو سره مرکې وکړي.
سرحدی ځواکونو یاد خبریالان سرحدي سیمې ته رسولي او بیا يې آزاد کړي.
روسيې په وارو وراو پر لويديځو رسنیو لکه امريکايي سي اېن اېن، او انګریزي رويټرز باندې د روسيې د پېښو په تړاو نيوکې کړي او وايي، چې دوی غواړې هر څه د روسیې په هکله منفي وښيي.