چي مین شومه، نو ولي؟

 
ځکه چي: « اصلي مینه د ستر خدای ج له خوا خپل نېک بنده ته هغه تر ډېرو محترمه او معتبره ډالۍ او نعمت ده، چي د نړۍ پر مخ صرف ترې د خدای ج خاص بندګان برخمن کېدای شي.»
 
دا خو ریښتیا ده، چي زه به یې د هغه نظر ټول لامل درته واضح نشم کړای؛ په کوم نظر یې چي زما د احساساتو او نفرتو ټول حد په یوه ځل ځیر کېدو تر خپل مغرور او نادان تاثیر لاندي را ویستل او زه یې د تل لپاره د خپل جادوګرو سترګو تابع وګرځولم.
خو دومره ضرور ویلای شم، چي د لومړي ځل ورسته یې ماته هغه کاته نه ؤ پاتي؛ کومو یې چي زه په یوازي یو واري ځل له خپل ټول چوکاټ نه، پوره څو پېړۍ سره تېر او بېر کړم.
بس د ماشوموالي طبیعت ؤ، هسي مي نه غوښتل چي په کاري دفتر کي را سره کوم بل کس ګډ وي او زما د نازکو خیالاتو د د ارامتیا مزاحم شي.
د غرمې 1 بجه وه. ډېره بېړه مي وه، تر څو خپلي کاري شوبې ته ورسم او څو شېبي مي خپل ستړي دماغ د ناستي څوکۍ کي د خوب په بهانه ارام کړم. زېنو کي په ختو وم چي عجو راته را غږ کړ: له مدیر صاحب سره یو مېلمه دی او ناست هم ستا په څوکۍ دی.
له همدې ځایه ؤ چي د دماغ رګونه مي ورته را ګرم شول او په څو ځلي اووف، اووف مي د احساساتو کابو کولو کوښښ وکړ او د څو شیبو لپاره مي ورته لاندي د عجو په اوطاق کي بې صبرانه انتظار وکړ؛ خو ګټور نه ؤ. زه مجبور شوم؛ چي باید ور شم او له خپل ځای څخه یې په جیګېدو ته اړ کړم.
همېشه داسي شوي، چي ما څه غوښتلي نو کړي مي دي، مګر دا ځل څه بل څه وشول. کاري شوبې ته په ورنېږدې کېدو مي ګناهکاري سترګي په یوه زرین خالدار ولګېدې. خالدار کالي مي ډېر ځلي لیدلي وه، خو دا ځل مي په یو بل ډول رنګ کي د سترګو په نریو پردو وځلېدل. وړې سپیني پوښې، نرۍ کلیوالي چمپل، اوږده  کوچاني کالي، نرم زړه خوړونکی غږ، توري غټي سترګي، واړه تېره باڼه، ښایسته غونډه زنه، سپوږمۍ ته ورته مخ او نازک له ګلپاڼو جوړ بدن یې؛ زما د ژوند ټول خواص یوازي د خپل رب وربښلي جوړښت ته ور ځير کړل.
له هم هغه ؤ، چي زه مي له ځان نه لري او د یو بل چا د لمرین حسن لارڅار جوړ شوم.
اوس نو شپنۍ سپوږمۍ ته زما د بې تفاوته ګمان قوه هم خلاصه شوه؛ بلکي هم هغه سپوږمۍ چي ما به تل یوازي د لږ روښانتیا پیکه اله ګڼل، نن زما تر ټولو مهربانه او هم رازه ملګرې ده. خود به نو د وخت د یوه عشق ځپلي ښېرا ور پوري وي، چي د همدومره ښکلا او نعمت لرلو سربېره هم د خبرو کولو لپاره یوه وړه خوله نلري. خو کله به چي زه ورته مخ شوم، نو له مانه به هم د څو شېبو لپاره دا هېر شول چي دا یوه بې زبانه او تر ټولو عاجز مخلوق دی . نو سم به مي ورته خپله سرخوړلې زمزمه پیل کړل (( سپیني سپوږمۍ وایه اشنا به چېرته وینه؟! ... ګونګۍ شې ولي نه وایې حالونه؟!)) او مظلومه سپوږمۍ به مي بې ګناه د ظالم تندر تر وحشت ناک عذاب لاندي را ویستل. دا خو زما ګمان ؤ، ځکه چي څومره به چي ما دا زمزمه کول، هم هغومره به یې د اور په توده تبۍ غورځولم؛ نو ما فکر کاؤ، چي شاید هر اورېدونکی او لیدونکی به زما غوندي د درد په تاوده انګار ولاړ وي؛ دا چي ریښتیا به هم ولاړ وي او کنه؟، په دې خو زه اوس هم نه پوهېږم.
مودې به کېدای شي کمي تېري شوي وي، لیکین په ما باندي خو هسي هم پرته له هم هغه خوبي خیاله نه، هره صهنه په 24 ساعته حسابېږي، ځکه خو راته له هم هغه نه تر نن پوري د زمانې ډېر تفاوت ښکاري.
ما بیا په هغه انداز نه ده، ليدلې، ځکه چي فرصت یاري نه کوي، خو د هغه ملایکي انداز یاد یې اوس هم زما د نازک زړه په وړه نړۍ، درګرده مغولي حملې کوي.
له هغې ستړي ورځي را پیل شوه، چي تر دې نن پوري زما د ګناهونو او خودخواهۍ ټولي نفسي قوې د افت په قیامتي طوفانو کي د باروتي خاشو، ویلي شوي پلتې شوې.
زه اوس هیڅ یوې انجلۍ ته په خیرن نظر نه ګورم. د هیچا ازارول نه غواړم. همېشه د یوې تصادفي ګناه پښېماني را سره وي. ورځ تر بلي مي د بښني او زغم قوه پیاوړې کېږي. انسانیت را ته یو عجیب ارزښت او ښایست برېښي. ژوند مي د ارزښتونو سردار شوی. هر لوري کي یوازي مینه او ښایست راته ښکاري. ایمان مي د ژوند تر ټولو لویه او قېمتي سرمایه ګرځېدلې، تل او د هر چا په اړه مثبت فکر کول مي عدت شوي او ...
د میني له هغه یو تکان را وروسته زما د ژوند یودمي مثبت تغییر ته زه یوازي د خپلي پاکي میني تاثیر او د سپېڅلي پروردیګار پوره توجو ویلای شم؛ چي دې ته په بله اصطلاح، خدایي کانترول هم ویل کېږي.
زما د دې خبرو کولو عمومي هدف، د ځان ښودل نه دي، بلکي د حقیقي میني د پاک اصلیت ثابت کول دي.
اکثر خلګ وي او یا هم شته، چي د میني مسئلې ته ډېر په سپک نظر ګوري او ځیني خو یې آن په شتون باور هم نکوي. بس د خپل ژوند له اول نه، تر حاظر زمان پوري یې چي د نر او ښځې تر منځ کومي ګندګۍ لېدلي، کړي او یا یې هم اورېدلي دي؛ هغو مسایلو ته یې د میني ټول سپېڅلی تعریف او ارزښت قرباني کړی دی. هم هغه ګندګي هغوی د میني په اصلیت منلې. خو حقیقت دا نه دی؛ دا هر څه فقط څو ګناهګاري او شیطاني وسوسې او د اغوی ثابت کولو ته وړې بهاني دي، چي هدف یې یوازي د ارزښتونو ورکول او ځایونه یې په بې ارزښتیو ډکول دي.
اصلي مینه خو د ستر خدای ج له خوا خپل نېک بنده ته هغه تر ډېرو محترمه او محتبره ډالۍ او نعمت ده، چي د نړۍ پر مخ صرف ترې د خدای ج خاص بندګان برخمن کېدای شي.
مینه خو ژوند بدلوي. مینه ژوند ته د ښکلاګانو ټولي شتمنۍ ورکوي. مینه هر مین ته د جنت پټ زېری دی. مینه له خدای ج سره د فاصلو د کمښت روښانه نښه ده. مینه په شیطان برلاسي کېدل دي. مینه په اصل کي د خدای ج خدایي منل دي. مینه مسلمان اوسېدل دي او بلاخیره مینه د ټول انسانیت راز دی.
مینه دومره تعریفونه او ماناګاني لري، چي ټول بیان کول یې، د بندګي وس څخه بهر ده.
زه نه وایم، چي هر څوک باید مینه وکړئ!
دا د هر انسان خپل بخت، نصیب، خوښه او انتخاب دی. زه خو بس یوازي دومره واضح کول غواړم؛ چي د نفرت سره په لاس یو کولو مو ځان مه غولوئ!؛ دا فکر مه کوئ، چي میني ته په خپل خوښه څو واړه او خټین سرحدونه جوړ کړئ او د میني ټول اهمیت به د هوایي باد ګرد شي؛ ځکه چي مینه یوازي نه ده. د میني ملاتړی خدای ج دی او خدای ج چي د چا ملاتړ هم کوي، نو په دومره طاقت سره یې کوي، چي د بندګۍ ټول قوتونه یې په وړاندي خود به خوده هېره کېږي.
یو څوک غولول او بیا ور باندي خپل فاحیشي اړتیا وي سپکي کول، اصلاً مینه نه ده.
د څو مغرضو موخو لپاره د یو چا له اخلاص څخه سواستفاده کول، مینه نه ده.
په ګرمو احساساتو کي د ناداني توجو پټول، مینه نه ده.
اکثریت هغه ګندګي چي په اوسنۍ نړۍ کي د میني نکلي رول لوبوي، په حقیقت کي د میني هیڅ ډول هم نه دی، صرف د میني په خدای ج ورکړي حق او حدودو باندي د نفساني غرایضو بې انصافه یرغل دی.
که کوښښ وکړو او دمیني ټول حقیقت په ډېري سړې حوصلې سره دقیقاً مطالعه کړو، نو یقینن، چي د ارزښتونو په وړاندي به دا ټول را نېغي شوي ګندګۍ خود به خوده هلاکي شي او د انسانیت پوره مانا به مو د فکر په تلپاتي کتاب کي پخپله ځای ونیسي.
 
په درنښتونو...
2017/ 11/ 7 دوشنبه.
1:00 AM
کاري دفتر، شهرنو، کابل
 
Love Photo